د لوګر ولایت تخنیکي هیئت د یاد ولایت مرکز د پل علم ښار له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۰:۴۵
.

د لوګر ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت مرکز پل علم ښار ته ولاړ او د  بیدک، آبچکان، چوڼۍ او پادخواب شانې سیمو له دښتې څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت له هغې دښتې څخ چې له کلونو راهیسې د پادخواب او آبچکان کلیو د اوسیدونکو ترمنځ پرې شخړه روانه وه، لیدنه وکړه. دغه دښته چې زیاته برخه یې امارتي وه او ځينې برخې یې د یو شمېر اشخاصو لخوا په غیر قانونی توګه تصرف شوي دي.

دغه دښته چې د کادستری نقشې ۷۶۰ قطعې ځمکه ده او مساحت یې ۱۳۹۰۵.۲ جریبه ده، له بررسۍ څخه وروسته املاکي تثبیت شوه او راتلونکو اجراآتو له پاره مرکزي کمېسیون ته استول کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۸
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۱۹ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ، د عدلیې رئیس مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۴۸
Background image

په لوګر ولایت کې پر امارتي ځمکه باندې د نويو تصرفاتو مخنيوی وشو

 د لوګر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۱مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د غصب شويو ځمکو د تشخیص لپاره د یاد ولایت د مرکز ویدخ سیمې ته سفر وکړ.
د دې سفر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالمالک مبرور په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS