د فراه او بادغیس ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل
د فراه او بادغیس ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې.
د فراه ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د ګلستان ولسوالۍ د ځنګلي بور ساحې موضوع بررسي او ددغې موضوع پرسر دواړه لوري وغوښتل شوو.
دغې ناسته کې د فراه مرکز د شفل کوه موضوع بررسي؛ او ددغې موضوع د شخړې دواړه لوري وغوښتل شوو.
هیئت له غوښتل شوو اشخاصو څخه، معلومات واخیستل او هغوی ته ددغې موضوع د رسیدګۍ ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې، د باغیس ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د راتلونکې اوونۍ له پاره د عمل پلان جوړ شو او د قرقطیو دمخې او نورو ساحو له متصرفینو څخه چې د امارتي ادارو تر ادعا لاندې دي؛ د ملکیت سندونه وغوښتل شول.
یاد هیئت د تېرې اوونۍ ویشل شوي استعلامونه، اړونده سندونه او د یو شمېر خلکو قبالې چې ځمکې یې لیدل شوي، واخیستل.
هیئت پریکړه وکړه چې ترلاسه شوي سندونه له بررسۍ څخه وروسته د تصمیم نیولو له پاره کمېسیون سره شریک کړل شوي.