د فراه او بادغیس ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
Sun, Jan 29 2023 11:29 AM
.

د فراه او بادغیس ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې.

د فراه ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د ګلستان ولسوالۍ د ځنګلي بور ساحې موضوع بررسي او ددغې موضوع پرسر دواړه لوري وغوښتل شوو.

دغې ناسته کې د فراه مرکز د شفل کوه موضوع بررسي؛ او  ددغې موضوع د شخړې دواړه لوري وغوښتل شوو.

هیئت له غوښتل شوو اشخاصو څخه، معلومات واخیستل او هغوی ته ددغې موضوع د رسیدګۍ ډاډ ورکړ.

.

په همدې حال کې، د باغیس ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د راتلونکې اوونۍ له پاره د عمل پلان جوړ شو او د قرقطیو دمخې او نورو ساحو له متصرفینو څخه چې د امارتي ادارو تر ادعا لاندې دي؛ د ملکیت سندونه وغوښتل شول.

یاد هیئت د تېرې اوونۍ ویشل شوي استعلامونه، اړونده سندونه او د یو شمېر خلکو قبالې چې ځمکې یې لیدل شوي، واخیستل.

هیئت پریکړه وکړه چې ترلاسه شوي سندونه له بررسۍ څخه وروسته د تصمیم نیولو له پاره کمېسیون سره شریک کړل شوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS