د غور ولایت له دریو سیمو څخه د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېټې د هیئت لیدنه
د غور ولایت د عدليې رییس مولوي ابراهیم سلطاني د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېټې د یو هیئت په ترکیب کې د ربیع الثاني میاشت په ۲۲ نېټه د پنجشنبې په ورځ ددغه ولایت د غلمین سیمې د ګلدرې، مکتب او استیشن سیمو څخه د امارتي ځمکو د پېژندلو او تشخیص په منظور لیدنه وکړه.
د یادو سیمو څخه لیدنه د کرنې او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد نبي احمدي په مشرۍ او ددغه هېئت د غړو هر یو د عدليې رییس، د غور ولایت مستوفي، د کرنې ریاست مرستیال او ددغه ولایت د امینه قوماندانۍ د دفتر امر په ګډون ترسره شوه.
