د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د یو شمېر موټر پلورنځيو نظارت کېدل
د غزني ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۵ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې له ۱۶ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې، نظارتي پلاوي د موټر پلورنځيو پر مسوؤلينو ټينګار وکړ چې، دوی باید په سپینو ورقو او جعلي سټوکې د معاملاتو له ترسره کولو ډډه وکړي.
همدارنګه د دغه نظارت په ترڅ کې د موټر پلورنځيو متصديانو ته توصیه وشوه چې شته ستونزې او نيمګړتياوې لرې کړي.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.