د غزني ولایت د عدليې او ښاروالۍ رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۱:۲۸
.

 د غزني ولایت د عدليې او ښاروالۍ ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د دواړو ریاستونو د رئیسانو او اړوندو مسؤولینو په ګډون د ښاروالۍ ریاست په مقر کې ترسره شوه.
په دې ناسته د غزني ولایت د عدلیې رئيس مولوي مطيع‌الحق عثمان د دواړه ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار وکړ او د دواړه ادارو ترمنځ د یو شمېر ګډو ستونزو یادونه وکړه.
له بلې خوا د غزني د ښاروالۍ رئیس، مولوي سردار ولي ثابت عدلیې ریاست ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او د ورته د همغږۍ ناستو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۸ دفترونه د سرغړونو له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۵۴. . .

BACK TO NEWS