د غزني ولایت د استیناف محکمې او د یاد ولایت د عدلیې ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۲۸
.

د غزني ولایت د عدلیې رئیس مولوي مطيع الحق عثمان او له هغه سره مل پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس مولوي محمد مبین الطاف سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دې کتنه کې، د غزني ولایت د عدلیې رئیس د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د استیناف محکمې ریاست ترمنځ په لازیاتې همغږۍ ټنیګار وکړ او د هغو ستونزو په اړه چې د دغو دواړو ریاستونو ترمنځ د ځینو دوسیو پر مخ وړولو په برخه کې وجود لري، خبرې وکړې. نوموړي د یاد ولایت د استیناف محکمې له ریاست څخه دغو ستونزو ته د رسیدګۍ غوښتونکی شو.

د غزني ولایت د استیناف محکمې رئیس هم د یادو دواړو ریاستونو ترمنځ په لازیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د یادو ستونزو د لري کولو په موخه به د یاد ولایت له عدلیې ریاست سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS