د عریضه ليکنې د فعاليت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموينه واخیستل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د خپلو مخکينيو ارزونو په دوام، د شعبان میاشتې په ۲۳ مه د سهشنبې په ورځ د عريضه لېکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او ازموینې اخيستو برنامه، د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.
په دغې برنامه کې چې د یاد وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونو او عریضه لېکونکو چارو ریاست له خوا جوړه شوې وه، د عریضې ليکنې د فعاليت د جواز ۱۳ تنو متقاضيانو څخه ازموينه واخیستل شوه.
د عدلیې وزارت وړ کسانو ته د عریضه ليکنې د فعاليت جواز د ويشلو په موخه، وخت په وخت د عریضه ليکنې د جواز له غوښتنکو څخه په یاد وزارت کې ازموينه اخلي تر څو وړ او با استعداده کسانوته په اصولي او شفاف ډول جواز وويشي او د خلکو په کارونو کې هم اسانتیاوې رامنځته شي.