د عریضه ليکنې د فعاليت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموينه واخیستل شوه

hayat_admin
Tue, Mar 05 2024 12:25 PM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د خپلو مخکينيو ارزونو په دوام، د شعبان میاشتې په ۲۳ مه د سه‌شنبې په ورځ د عريضه لېکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او ازموینې اخيستو برنامه، د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.

په دغې برنامه کې چې د یاد وزارت د انسجام  عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونو او عریضه لېکونکو چارو ریاست له خوا جوړه شوې وه، د عریضې ليکنې د فعاليت د جواز ۱۳ تنو متقاضيانو څخه ازموينه واخیستل شوه.

د عدلیې وزارت وړ کسانو ته د عریضه ليکنې د فعاليت جواز د ويشلو په موخه، وخت په وخت د عریضه ليکنې د جواز له غوښتنکو څخه په یاد وزارت کې ازموينه اخلي تر څو وړ او با استعداده کسانوته په اصولي او شفاف ډول جواز وويشي او د خلکو په کارونو کې هم اسانتیاوې رامنځته شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS