د عدلیې وزارت په تېر کال کې د معاملو د لارښوونې د فعالیت ۷۹۰ جواز لیکونه صادر کړي دي!

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۶ - ۱۲:۲۷

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د انسجام لوی ریاست د ۱۴۰۰ کال په بهیر کې ۷۹۰ تنو غوښتونکو ته د معاملو د لارښووني د فعالیت جواز لیکونه صادر کړي دي چې له دې جملي څخه ۲۰۲ جوازونه یې تمدیدې او ۵۸۸ یې نوي جوازونه دي.

په دې کال کې له ۷۹۰ صادر شويو جواز لیکونو څخه ۱۷۶ جواز لیکونه د تېر حکومت د واکمنۍ په ۵ میاشتو کې او ۶۱۴ نور جوازلیکونه د افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ په ۷ میاشتو کې صادر شوي دي.

د عدلیې وزارت د اسلامي امارت د واکمنۍ  د ۷ میاشتي په بهیر کې  د دغو جوازونو د صادرولو له درکه  ۹ میلیونه او ۲۱۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي او د افغانستان د اسلامي امارت خزانې ته یې تحویل کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS