د عدلیې وزارت مسلکي معین د تخار ولایت له والي او نورو سیمه ییزو مسؤولینو سره وکتل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۴
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مسلکي معين، شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع‌الاول د میاشتې په ۷ مه نېټه د سه‌شبې  په ورځ تخار ولایت ته سفر وکړ.
یاد هیأت د تخار ولایت والي مولوي عبید الله امین زاده او د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس مولوي ابو یوسف ابوالوفا سره وليدل او په تخار ولایت کې د عدلیې رياست د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د ستونزو د لرې کولو په موخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
همدارنګه، په دې سفر کې مسلکي معين، د تخار ولایت د عدلیې له ریاست څخه هم ليدنه وکړه. 
نوموړي د یاد رياست د کارمندانو  د فعاليتونو د څرنګوالي له نږدې څارنه وکړه او هغوی ته د کارونو د ښه پرمخ وړولو په موخه لازمې توصیې او لارښوونې وکړې.
په ورته مهال، د عدلیې وزارت مسلکي معين د تخار ولایت له یو شمېر مدافع وکيلانو سره هم ناسته جوړه کړه او د هغوی ستونزې واورېدلې او د حل په موخه يې هغوی ته ډاډ ورکړ.
د عدلیې وزارت پلاوی په پام کې لري چې د عدلیې ریاستونو د فعالیتونو د بررسۍ او د یادو ریاستونو له لارې خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د پیاوړتیا په موخه د هېواد نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي. له دې وړاندې یاد پلاوی بغلان او سمنګان ولایتونو ته تللی وو او خلکو ته د یاد ولایت د عدلیې ریاستونو د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی بررسي کړی وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS