د عدلیې وزارت مسلکي معين د هرات او بادغیس ولایتونو له عدلیې ریاستونو څخه ليدنه وکړه

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۱:۱۷
.

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي په روانه اوونۍ کې، هرات او بادغیس ولایتونو ته سفر وکړ او د یادو ولایتونو له سیمه ییزو مسؤولینو سره یې وکتل.

یاد پلاوي د دغو سفرونو په ترڅ کې د بادغیس د والي له مرستیال سره وکتل او د یاد ولایت د عدلیې ریاست سره یې د ولایت د مقام او نورو سیمه ییزو ادارو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د عدلیې وزارت پلاوي د دغو سفرونو په ترڅ کې د بادغیس او هرات ولایتونو له عدلیې ریاستونو څخه هم لیدنه وکړه او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.

دغه راز د عدلیې وزارت محترم مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د یادو ولایتونو، عدلیې ریاستونو له کارکوونکو او مسؤولینو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

پلاوي د یادو ولایتونو د عدلیې ریاست د کارکوونکو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

په ورته مهال، د عدليې وزارت محترم مسلکي معین د یادو ولایتونو یو شمېر مدافع وکیلانو سره  هم ناستې جوړې کړې، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل په برخه کې یې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه. . .

BACK TO NEWS