د عدلیې وزارت مسلکي معين د سمنګان ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیعالاول د میاشتې په ۹ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ سمنګان ولایت ته سفر وکړ.
د عدلیې وزارت پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د سمنګان ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او خلکو ته د یاد ریاست د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.
د عدلیې وزارت مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د سمنګان، عدلیې ریاست له کارمندانو او مسؤولیونو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.
پلاوي د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست د کارمندانو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې.
په ورته مهال، د عدلیې وزارت مسلکي معين د سمنګان ولایت له یو شمېر مدافع وکيلانو سره هم ناسته جوړه کړه.
د یادې ناستې په ترڅ کې مدافع وکيلانو خپلې شته ستونزې مطرح کړې چې د معين لخوا د حل په برخه کې ډاډ ورکړ.
په ورته مهال، د عدليې وزارت مسلکي معین د سمنګان ولایت د مدافع وکیلانو سره هم ناسته جوړه کړه، د هغوی ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې ډاډ ورکړ.