د عدلیې وزارت مسلکي معين د سمنګان ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

barekzai_admin
Tue, Sep 17 2024 2:10 PM
.

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع‌الاول د میاشتې په ۹ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ سمنګان ولایت ته سفر وکړ.

د عدلیې وزارت پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د سمنګان ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او خلکو ته د یاد ریاست د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.

د عدلیې وزارت مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي  د سمنګان، عدلیې ریاست له کارمندانو او مسؤولیونو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

پلاوي د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست د کارمندانو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

په ورته مهال، د عدلیې وزارت مسلکي معين د سمنګان ولایت له یو شمېر مدافع وکيلانو سره هم ناسته جوړه کړه.

د یادې ناستې په ترڅ کې مدافع وکيلانو خپلې شته ستونزې مطرح کړې چې د معين لخوا د حل په برخه کې ډاډ ورکړ.

په ورته مهال، د عدليې وزارت مسلکي معین د سمنګان ولایت د مدافع وکیلانو سره  هم ناسته جوړه کړه، د هغوی ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS