د عدلیې وزارت محترم سرپرست وزیر پیام

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۷ - ۱۵:۵۱

د عدلیې وزارت محترم سرپرست وزیر وړمه ورځ ( د دوشنبې ورځ ۱۴۴۳/۲/۱۹ هـ.ق نېټه) د چین له سفیر سره وکتل. د علاقې وړ موضوعاتو باندې د بحث په ترڅ کې د چین سفیر د عدلیې وزارت له سرپرست څخه د استفادې وړ اساسي قانون په هکله وپوښتل.

د عدلیې وزارت سرپرست د چین د سفیر د دې پوښتنې په ځواب کې وویل د هغه موادو په استثنی چې د شریعت له حکمونو سره متضاد وي يا د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ او اصولو سره مخالف وي او یا د ملي منافعو سره په تضاد کې وي د ظاهر شاه د ۱۳۴۳ هـ.ش کال اساسي قانون د استفادې وړ ده.

بناءً له پورته قیودو څخه پرته د اساسي قانون په هکله د عدلیې وزارت د سرپرست د بیان په مورد کې هر ډول تبصره، تفسیر او تأویل  د افغانستان اسلامي امارت د اصولو مخالف عمل دی او د افغانستان اسلامي امارت له اصولو او پالیسۍ سره جفا بلل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS