د عدلیې وزارت له لوري د دفاع وکالت د دوه یم دور د آزموینې اخیستل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۵:۵۸
.

د افغانستان اسلامي امارت عدليې وزارت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفر المظفر د میاشتې په ۴ نېټې د دوشنبې په ورځ د دفاع وکالت د ورودي آزموینې دوه یمه دوره څه باندې د ۷۰۰ تنو د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو په ګډون د یاد وزارت په مقر کې ترسره کړه.

د یادې برنامې په پرانیسته کې د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د مدافع وکیلانو رئیس مولوي سید حبیب الحبیب او د دغه وزارت نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

د عدليې وزارت مسلکي معین په یادې برنامې کې د موضوع په تړاو خبرې وکړې، ویې ویل له هغې ورځې چې د مدافع وکیلانو انجمن د عدليې وزارت اړوند او په ریاست تبدیل شوی، موږ هڅه کړې چې د دغې موضوع په هره برخه کې شفافیت رامنځته او غوښتونکو له پاره غوره خدمات وړاندې کړو او هغوی له پاره لازمې آسانتیاوې رامنځته کړو. نوموړي زیاته کړه چې عدلیې وزارت تر دې دمه هم مدافع وکیلانو له پاره زیاتې آسانتیاوې رامنځته کړي چې له هغو څخه یوه ستره آسانتیا چې یاد وزارت رامنځته کړې د دفاع وکالت د ستاژ د دورې په لار اچول دي چې ډیر ژر به د هغې شاهد واوسو.

.

د عدليې وزارت مسلکي معین د دفاع وکالت جواز غوښتونکو ته توصیه وکړه چې د هغوی نیت یواځې د پیسو موندل و نه اوسي بلکه د هغوی نیت ټولنې ته غوره خدمات وړاندې کول واوسي ځکه هغوی خپل کارت او جواز له عدليې وزارت څخه ترلاسه کوي او له یاد وزارت څخه استازیتوب کوي او خلک هم د هغوی په هنداره کې د یاد وزارت اخلاق، عدالت او کار ویني.

دغه راز نوموړي د دفاع وکالت جواز غوښتونکو ته توصیه وکړه چې هڅه وکړي ترڅو په اسلامي عقیدې او ملت ته د خدمت وړاندې کولو په نیت ټولنې ته دننه شي او خپل سیرت او صورت اصلاح کړي ترڅو په سمه توګه له عدليې وزارت څخه استازیتوب وشي کولی او د خپلو کارونو پرمخ وړلو کې هم له ستونزو سره مخ نه شي. نوموړي وویل چې هڅه وکړئ له خلکو سره خشن او متکبرانه طبیعت و نه لرئ. نوموړي زیاته کړه چې د یاد وزارت د څارنې پلاوي په دوامدره توګه د مدافع وکیلانو له کار او له دارلوکالو څخه څارنه کوي او ژمنه يې وکړه چې دغه وزارت به مدافع وکیلانو او خلکو له پاره لا زیاتې آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

.

وروسته د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د پوښتنو د ترتیب د ډول، د پوښتنو د ټاکلو او قرنطین د ډول، د پوښتنو او د هغو د ځوابونو شمېر او د آزموینې د شرایطو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او هغوی ته یې د یادې آزموینې له شفافیت څخه ډاډ ورکړ.

په دغې آزموینې کې د ګډون له پاره د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ۷۵۰ تنو فورمې اخیستې وې چې په دغې آزموینې کې د ګډون له پاره له هغوی څخه ۷۲۳ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي او په یادې آزموینه کې برخه واخیسته.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS