د عدلیې وزارت سرپرست د کندهار ولایت له تخنیکي هیئت سره وکتل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۱:۱۹
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت سرپرست او د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د رجب المرجب میاشت په ۱ نېټه ددوشنبې په ورځ د یاد ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره وکتل.

دغې ناسته کې لوی څارنوال او د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون غړي مولوي شمسالدین شریعتي او د کندهار ولایت ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت  غړو هم حضور درلود.

 دغې ناسته کې، د کندهار ولایت تخنیکي هیئت ددغه هیئت د روانو کړنو په اړه د عدليې وزیر او لوی څارنوال ته معلومات وړاندې کړل.

د عدليې وزیر د کندهار ولایت د تخنیکي هیئت کړنې وستایلې او هغوی ته يې د بریالیتوب هيله وکړه. نوموړي خپل ملاتړ ددغه ولایت له تخنیکي هیئت څخه اعلام کړ او له هغوی سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

 په دغې ناست کې، د شکور کاریز د موضوع او د عینو میني د روانو کارونو او د هغو د کیفیت په اړه هم بحث او د نظر تبادله ترسره شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS