د عدلیې وزارت سرپرست د کندهار ولایت له تخنیکي هیئت سره وکتل
د اسلامي امارت د عدليې وزارت سرپرست او د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د رجب المرجب میاشت په ۱ نېټه ددوشنبې په ورځ د یاد ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره وکتل.
دغې ناسته کې لوی څارنوال او د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون غړي مولوي شمسالدین شریعتي او د کندهار ولایت ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت غړو هم حضور درلود.
دغې ناسته کې، د کندهار ولایت تخنیکي هیئت ددغه هیئت د روانو کړنو په اړه د عدليې وزیر او لوی څارنوال ته معلومات وړاندې کړل.
د عدليې وزیر د کندهار ولایت د تخنیکي هیئت کړنې وستایلې او هغوی ته يې د بریالیتوب هيله وکړه. نوموړي خپل ملاتړ ددغه ولایت له تخنیکي هیئت څخه اعلام کړ او له هغوی سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
په دغې ناست کې، د شکور کاریز د موضوع او د عینو میني د روانو کارونو او د هغو د کیفیت په اړه هم بحث او د نظر تبادله ترسره شوه.