د عدلیې وزارت د ۶ تشو بستونو رقابتي ازموینه اخیستل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۳:۳۰
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد وزارت د بېلابېلو ریاستونو څلورمې رتبې او پنځمې رتبې د ۶ تشو بستونو رقابتي ازموینه د آزادې سیالې له لارې واخیسته.

په دې ازموینه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې واخیستل شوه، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت لله حلیم او د یاد وزارت نورو مسؤولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.

د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس د ازموینې د ډول او د پوښتنو څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ.

په دغې ازموینه کې د ګډون لپاره ۲۱۸ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او له دغې جملې څخه د هغوی ۱۶۹ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یادو بستونو ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې سیالي وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS