د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري غونډه جوړه شوه

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۳۰ - ۱۱:۲۸
.

د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري غونډه د دې وزارت د مسلکي معین، شیخ عبدالکریم حیدر په مشرئ د ۱۴۰۱ کال د وري د میاشتي په ۲۸ نېټه د یکشنبې په ورځ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د شته ستونزو او د حقوقي مرستو د لوی ریاست او د استخباراتو ریاست تر منځ د زیاتې همغږۍ، د قندهار او هلمند د ولایتونو له محکمو سره د دغو ولایتونو د حقوقي مرستو د آمریتونو او د حقوقو د آمریتونو تر منځ د شته ستونزو، په ولایتونو کې د مامورینو د معاشونو او د ترانسپورت د موضوع او د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو د حاضرۍ د موضوع په باره کې خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د شته ستونزو د حل او له مدافعو وکیلانو سره د استخباراتو ریاست د همکارۍ په منظور پرېکړه وشوه چې د استخباراتو ریاست سره به خبری شریکی کړو ترڅو هم غږي لاهم زیاته شي.

 دغه راز پرېکړه وشوه چې د قندهار او هلمند د ولایتونو د حقوقي مرستو د آمریتونو او د حقوقو د آمریتونو او د دغو ولایتونو د محکمو تر منځ د شته ستونزو د حل کولو په منظور، د عدلیې وزارت مسلکي معین به د هېواد له قاضي القضات سره ملاقات وکړي او ټولي مسئلي او ستونزې به له هغه سره شریکې کړي.

دغه راز پرېکړه وشوه چې د عدلیې وزارت مسلکي معین دې په ولایتونو کې د مامورینو د معاشونو او د ترانسپورت موضوع د عدلیې وزیر صاحب په مشوره له رئیس الوزراء سره شریکه کړي او د هغې په حل کولو کې دې اقدام وکړي.

په دې غونډه کې د عدلیې وزارت مسلکي معین په ټاکلي وخت په خپلو دندو د ټولو رئیسانو او کارکوونکو په حاضر والې باندې ټینګار وکړ او پرېکړه وشوه چې په دفتر کې د رئیسانو د نه حاضر والي او د هغوی د دفترونو د تړلتیا په صورت کې دې غیر حاضر و ګڼل شي او د حاضرۍ خانه دې قید شي.  

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS