د عدلیې وزارت د جومات جوړولو کار پیل شو

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۱۵:۵۳
.

د عدلیې وزارت د جومات جوړولو کار چې د دې وزارت په حویلۍ کې جوړېږي، د ۱۴۰۰ د کب په ۲۵ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یوه محفل په ترڅ کې په رسمي توګه پیل شو.

د دې جومات پرانیسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو او د عدلیې وزارت مالي او اداري رئیس مفتي فضل هادي امام، او ددې وزارت نورو مسوولینو یې پرانیسته وکړه.

د عدلیې وزارت اداري رئیس د دې وزارت د جومات جوړولو په پروژه کې موْظفو انجینرانو ته لازمې لارښوونې وکړې او ددې پروژې د کار د بهیر په چټکتیا ټینګار وکړ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS