د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۴۴ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۴:۳۵
.

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په سنبلې (وږي) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۱۱۶ دفترونه نظارت او بررسي كړي دي. 
د دغه نظارت په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې ۴۴ دفترونه د غير قانوني فعاليتونو له امله تړل شوي او د پاتې نورو دفترونو په فعاليتونو کې موجودې ستونزې هم مشخصې او د حل په برخه کې یې متصديانو ته لازمې توصیې شوي دي. 
همدارنګه، د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې ۱۷۳ غوښتونکو لپاره د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه ويشلي او د فعالیت ۱۰۱  نور جوازونه یې تمديد کړي دي.  
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست په مرکز او ولایتي آمریتونه یې په ولایتونو کې په منظم ډول اړوندې برخې نظارت او بررسي کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د سمنګان، جوزجان او سرپل ولايتونو له واليانو سره وليدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې تېره اوونۍ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو  ته سفر وکړ او له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په هرات ولایت کې د کورونو د کرايې د کنټرول ګډې کمېټې د هرات ښار په ۱۴ ناحیه کې په تېرو دوه ورځو کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۴۶
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو د ۴۵ دفترونو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۲۹ اتحادیو، ۱۷ خیریه بنسټونو، ۱ شورا او ۱ سازمان فعاليتونه نظارت او بررسي کړل.. . .

BACK TO NEWS