د عدلیې وزارت د تقنیني ستاژ ۵۷ تنو فارغانو ته د فراغت سند وویشل شو

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۳ - ۱۰:۲۶
.

د عدليې وزارت د تقنیني ستاژ د پنځمې دورې د فراغت لمانځ غونډه د عدلیې وزارت د مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق، د حکومت د اطلاعاتو او د رسنیو مرکز رییس مفتي انعام الله سمنګاني، د عدليې وزارت د قانون جوړولو د چارو د انستیتوت لوی رییس مفتي فضل هادي صاحب زاده، د عدلیې وزارت د رییسانو او مسوولینو او د تقنیني ستاژ ددغې دورې د یو شمېر فارغانو په حضور سره جوړه شوه.  

په دغه مراسمو کې چې د ربیع الثاني میاشت په ۱۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې وزارت په مقر کې جوړ شوي د تقنیني ستاژ ۵۷ تنو فارغانو ته چې یاد دور یې په بریالیتوب سرته رسولی وو، د فراغت سند وویشل شو.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق د خپلو ویناو په ترڅ کې د علم او پوهې د زده کړو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلام پیغمبر د پیغمبرۍ له پاره د مبعوث کېدلو په وخت کې لومړی ایت چې هغه ته نازل شو د علم د زده کړې په اړه وو.

هغه زیاته کړه: اوس چې امنیت په هېواد کې تامین شوی او د علم د زده کړې زمېنه د ټولو له پاره مساعده شوې، باید هڅه وشي څرنګه چې افغانستان د جهاد او مسلحانه مبارزې په ډګر کې مخکښ وو، د علم او پوهې په ډګر کې هم مخکښ شي.

دغه راز هغه د یادې دورې له فارغانو څخه وغوښتل چې هر یو د خپل په برخه کې هڅه وکړي چې په صادقانه ډول خلکو او هېواد له پاره د خدمت مصدر شي. نوموړي ددغې دورې فارغانو ته د بریالیتوب هېله وکړه.

.

په دغو مراسمو کې د حکومت د اطلاعاتو او د رسنیو د مرکز رییس مفتي انعام الله سمنګاني په ټولنه کې د عدل او د عدالت د تحقق د اهمیت په اړه خبرې وکړې ويې ویل، چې د عدالت تحقق په ټولنه کې له اساسي اړتیاوو څخه دي. دغه راز هغه د تېرو امپراتوریو یادونه وکړه چې ټول د بې عدالتیو په پايله کې له منځه تللې دي.

ښاغلي سمنګاني وویل چې د تېر نظام په ټولو برخو او په ځانګړي توګه په قضايي برخو کې هم فساد وجود درلود او خلکو تر ډېره خپلې دوسیې له اسلامي امارت سره حل کولې، ځکه چې اسلامي امارت یو ښه قضایي سیستم درلود. نوموړي له هغو کسانو څخه چې په عدليې او قضایي سیستم کې کار ترسره کوي وغوښتل چې په صادقانه او شفاف ډول خدمت وکړي.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د قانونو جوړولو د چارو لوی رییس هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او ويې ویل چې د تقنیني ستاژ په دغې دورې کې ۵۷ تنو د قانون جوړولو په برخه کې مسلکي زده کړې ترسره کړي او فارغ شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د تقنیني ستاژ بل پړاو به ډېر ژر پیل شي او له دواړو برخو په شرایطو برابر کسان، یو د حقوقو او شرعیاتو له پوهنځیو څخه فارغان او بل هغه کارکوونکي چې د ادارو له لوري معرفي کېږي، جذب به شي. نوموړي ددغې دورې فارغانو ته مبارکي وویله او د هغوی له پاره یې د بریالیتوب هيله وکړه.

په پای کې، د تقنیني ستاژ ددغې دورې فارغانو ته د عدلیې وزارت د مسوویلنو له لوري د تصدیق پاڼو په ویشلو سره محفل پای ته ورسید.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS