د عدلیې سرپرست وزیر د کابل ولایت د عدلیې ریاست له کارکوونکو سره وکتل

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۴ - ۹:۵۱

د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي عبدالحکیم شرعی د کابل ولایت د عدلیې ریاست د چارواکو او کارمندانو له یوې ډلې سره وکتل.

په دی غونډه، چې سه شنبه، د وږی 23 نیټه ترسره شوه، د فساد مخنیوي او د دولتي ملکیتونو غصب مخنیوي په اړه بحث وشو.

د افغانستان د عدلیې سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي عبدالحکیم شرعی د هر ډول فساد پر وړاندې جدي مبارزه، د مراجعینو سره ښه چلند او د مراجعینو لپاره د لازمو اسانتیاو په برابرولو ټینګار وکړ.

په دی غونډې کې د کارکوونکو مسولیت چې په خپلو دندو کې حاضر وو او له کابل ده‌سبز ولسوالۍ څخه د عدلیې ریاست د لیږد مسله هم مطرح شوه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS