د عدليې وزیر په قندهار کې: د دولتي املاکو د غصب هېڅ یوه قضیه نباید پرته له رسیدګۍ پاتې شي.

waheed
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۱۵:۹
.

د هېواد د عدليې وزیر قضاوتپوه فضل احمد معنوي قندهار ولایت ته د سفر او د دې ولایت له سیمه ییزو چارواکو او د عدليې ریاست له کار کوونکو سره د کتنې په ترڅ کې د دولتي او عامه املاکو د غصب قضایاوو ته د رسیدګۍ د بهیر پر چټکتیا او د محاکمو د قطعي او وروستیو پرېکړو پر پلي کولو ټینګار وکړ.

ښاغلی معنوي د سې شنبې ورځې د سلواغې په ۷ مه نېټه د پولیسو، څارنوالۍ او د مدافع وکیلانو او د عدليې وزارت د ګډ سیمینار د اختتاميې په ناسته کې د ګډون په منظور چې د عدالت پروژې په مالي ملاتړ جوړه شوې وه، قندهار ته ولاړ.

دغه سیمینار د حقوقي مساعدینو د وړتیا  لوړولو او د تقنیني سندونو د توضېح په موخه جوړ شوی وه. د عدليې وزیر په دې سیمینار کې وویل چې د امنیت تأمین، د سوکالې ټولنې د لرلو او د سولې راتلو ته د عدالت تأمین لازم دی چې د عدلي او قضایې ادارې د هغو ضامنې دي.

.

هغه په دې سیمینار کې د حضور او ګډونوالو ته د تصدیق لیکلو د وېشلو ترڅنګ، د قندهار ولایت د عدليې ریاست او اړوندو ادارو څخه کتنه او له عدليې رئیس او د دې ریاست له کارکوونکو سره د شته ستونزو او هغو ته د رسیدګۍ د څرنګوالي په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.

د عدلیې وزیر په دې کتنه کې د عدالت پر تأمین د ټینګار ترڅنګ، د عدليې ریاست کارکوونکو ته وویل چې په لنډ ممکن وخت کې اړوندو چارو ته د رسیدګۍ او مراجعینو ته د آسانتیاوو د رامنتځه کولو لپاره هڅه وکړي.

فضل احمد معنوي د جمهوري ریاست د مقام له لوري د اصلاحي وړاندیزي طرحې له منظورۍ څخه د دې ریاست کارکوونکو ته خبر ورکړ او ټینګار يې وکړ چې له منظور شوو مادي او معنوي امتیازونو سره، په کار کې هیڅ ډول پڅوالی، غفلت او بي پروايي د منلو وړ نه دی.

هغه همداراز وویل "له دې وروسته د دولتي او عامه املاکو د غصب هېڅ یوه قضیه او د محاکمو د قطعي احکامو پلي کول نباید پیچلي پاتې شي.

.

فضل احمد معنوي د سفر په ترڅ کې د قندهار له والي روح الله خانزده سره، چې په وروستیو کې ټاکل شوی دی هم کتنه او خبرې وکړې.

هغه ښاغلي خانزاده ته د مبارکۍ په ترڅ کې چې پخوا ولسي جرګې کې د قندهار استازی وه، له عدلي او قضايې ادارو سره په ځانګري ډول د محاکمو د پریکړو د پلي کولو په تړاو د ولایت د مقام د همکارۍ او د عدلیې ریاست له ادارو سره د همکارۍ غوښتونکی شو.

د عدليې وزیر همداراز د قندهار د عدلیې ریاست د دفترونو د جوړولو لپاره چې همدا اوس په کوچني او غیر معیاري ودانۍ کې فعالیت کوي، د ولایت د مقام د همکارۍ غوښتونکی شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۴۷
Background image

د عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون لاسته راوړنې «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» په برنامه کې وړاندې شوې

 په تېر ۱۴۴۷ هجري قمرې کال کې د عدلیې وزارت تر ټولو مهمه لاسته راوړنې د قانون‌جوړونې، له عامه شتمنیو څخه دفاع، دفاع وکالت او د وړیا حقوقي مرستو په برخو کې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۵۵
Background image

د عدلیې وزارت د وسایطو د ترمیم‌ځای د جوړولو کار د بشپړېدو په حال کې دی

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دغه وزارت په انګړ کې د نقلیه وسایطو یو باب ورکشاپ او ترمیم‌ځای جوړ کړی چې د جوړېدو کاري چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.
دا ورکشاپ د عدلیې وزارت د نقلیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS