د عدليې وزارت له سرپرست سره د یو شمیر افغان علماوو او متخصصینو کتنه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۱:۲۷
.

یو شمیر افغان علماوو او متخصصینو، د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۵ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدليې وزارت له سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي سره، د دغه وزارت په مقر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې ۱۴ تنو افغان علماوو او متخصصینو چې د پوهنتونونو استادان او د هیواد په داخل او بهر کې مقامات، ملي سوداګر، علما، پوهان او متخصصین په کې شامل دي، حضور درلود.

په دغې ناسته کې، افغان علماوو او متخصصینو د خپلو کارونو او فعالیتونو په اړه د عدليې وزیر ته معلومات ورکړل. هغوی د امریکا ماته او د اسلامي نظام تاسیس یوه لویه لاسته راوړنه وګڼله او د اسلامي امارت د لاسته راوړنو یادونه او قدرداني وکړه.

افغان علماوو او متخصصینو خپل نظرونه د قوانینو جوړولو په اړه هم مطرح کړل او ویې ویل چې موږ پر اسلامي امارت کومه نیوکه نه لرو بلکه د خلکو غوښتني شریکو. هغوئ په افغانستان کې د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې خپل ملاتړ هم اعلام کړ.

په دغې کتنه کې، د عدليې وزیر له افغان علماوو او متخصصینو سره د ناستې هرکلی وکړ او ویې ویل چې نوموړی هغوی ته ځانګړی درناوی لري. نوموړي اوسنی نظام یو الهي نعمت وباله ویې ویل چې موږ باید فرصتونه له لاسه ور نه کړو او هر څوک باید خپل ځان د دغه نظام مسؤل وګڼي.

دغه راز د عدليې وزیر وویل چې زموږ دښمنان د دې هیواد خواخوږي نه دي او موږ باید هڅه وکړه چې موږ په خپله یو پیاوړی داخلي نظام رامنځته کړو چې په نړۍ کې له ځانګړي اقتدار څخه برخمن اوسي؛ ځکه چې هر کله زموږ نظام پیاوړی وي، د نړۍ په هر ګوټ کې به مو عزت وي. نوموړي زیاته کړه چې د نړۍ ډیری هیوادونه زموږ د ځوانانو په کاري ځواک جوړ شوي دي.

د عدليې وزیر په دغه وزارت کې د قوانینو جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل چې موږ غواړو داسې قوانین جوړ کړو چې ټول به پرې ویاړو او د نړۍ نور هیوادونه به هم له هغو څخه ګټه پورته کړي. دغه راز نوموړي له هغوی څخه وغوښتل چې د دغه هیواد پر وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړي ځکه هغوی هم ډیر مسؤلیت لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS