د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې د بدخشان ولایت د عدليې ریاست او د هغه نورې برخې وکتلې

waheed
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۰ - ۱۶:۳
.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې ډاکترې ذکيې عادلي له خپل ملګري هیئت سره د ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځلې د بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د کړنو او د بررسۍ او ارزړنې په مقصد يې د دغه ولایت د عدليې ریاست، د اطفالو د اصلاح او روزنې مرکز او د دغه مرکز د نوې ودانۍ د جوړولو کار وکوت.

.

دغه راز د عدليې وزارت معینې په هغې غونډه کې چې د بدخشان د والي د مرستیال او د دولتي ادارو د رئیسانو او مسؤلینو په شتون د دغه ولایت په مقر کې جوړه شوې وه د اړوندو ادارو او د عدليې ریاست ترمنځ په همکارۍ او همغږۍ باندې ټینګار وکړ او په دې برخه کې يې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

.

هغې دغه راز د ټولنیزو بنسټونو د مسؤلینو په شتون یوه غونډه کې د ټولنیزو بنسټونو د فعالیتونو د سازمان ورکولو لپاره د عدليې وزارت د اقداماتو په باره کې خبرې وکړې او ويې ویل: د ټولنیزو بنسټونو د ملي پالېسۍ په تدوین سره به د فعالیت د جواز د اخیستلو، د ټولنو او شوراګانو د فعالیت د ډول او د مسؤلانه رپوټ ورکولو او ځواب ورکولو د څرنګوالي په برخو کې شته ستونزې ترزیاتې اندازې پورې لرې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۷
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۵۸
Background image

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي روح الله روحاني په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۵۲
Background image

د بغلان ولایت د عدلیې ریاست او مستوفیت ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د بغلان ولایت د عدلیې ریاست او مستوفیت ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۲مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې ترسره شوه.  
په دې ناسته کې د عدلیې رئيس مولوي. . .

BACK TO NEWS