د عدليې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته، د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۷ نېټې د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو او نور مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو د ریاست او د حقوقي مساعدتونو د ریاست کړنلارې په ماده ییزې بڼې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او ګډونکونکو خپل نظریات او اصلاحي وړاندیزونه مطرح کړل.
په یاده ناسته کې، پریکړه وشوه چې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو ریاست له یادو کړونلارو څخه یو ځل بیا کتنه وکړي او د نظریاتو او اصلاحي وړاندیزونو په درج سره يې په راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.
په دغې ناسته کې خپلو دندو او مسؤلیتونو ته د یاد وزارت د کارمندانو د توجو، په جماعت لمانځه کې د حضور او د اسلامي شریعت مطابق د خپل صورت او سیرت د برابرولو په اړه لازمې توصیې وشوې.