د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله فرمانونه، حکمونه او لارښوونې په رسمي جریده کې چاپ شوې

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۲:۱۹
.

د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ټول فرمانونه، حکمونه او لارښوونې چې ۱۴۳۷، ۱۴۳۸، ۱۴۴۰، ۱۴۴۱، ۱۴۴۲، ۱۴۴۳ او ۱۴۴۴ کلنو په ترڅ کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه صادر شوي، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې میاشت په ۲ نېټه چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې له ۱ نېټې سره سمون خوري، د رسمي جریده په ۱۴۳۲ پرله پسې ګڼه کې چاپ شوې.

په دغې جریده کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ټولټال ۶۵ فرمانونه، حکمونه او لارښوونې چاپ شوې، چې په بېلابېلو برخو کې  ۳۰ حکمونه، ۲۷ فرمانونه او ۸ لارښوونې په کې شامل دي.

دغه جریده د ونډې په پام کې نیولو سره ټولو امارتي ادارو ته ویشل کيږي او په هغه صورت کې چې هیوادوال ورته اړتیا ولري، کولای شي د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه یې د ۶۰ افغانیو په بدل کې وپېري.

دغه جریده د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ویب پاڼې د حکمونو او قوانینو د ډیټابېس په برخه کې د لاس رسۍ وړ ده او هیوادوال کولای شي د عدلیه وزارت د ویب پاڼې د افغانستان د قوانینو مجموعي- د قوانینو او حکمونو ډیټابېس برخې ته، مراجعه وکړي، یاده شوې جریده او د هغو د اړتیا وړ نور قوانین د پي ډي اف فایل په بڼه ترلاسه کړي.

د ۱۴۳۲ ګڼي جریدې مستقیم لینک:https://moj.gov.af/sites/default/files/og_01432.pdf

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۳
Background image

د عدلیې وزیر په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په افغانستان کې د ترکیې هېواد له سفیر، ښاغلي جنګ اونال او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او دواړو لورو د دواړو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۴:۱۳
Background image

د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو د عمومي ریاست د مالي، اداري او سوداګریزو قضایاوو نوی رئیس معرفي شو

 محترم مولوي رحمت ګل چې د عدلیې وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ په اساس د یاد وزارت د امارت د قضایاوو  دعمومي ریاست د مالي، اداري او سوداګریزو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۳:۴۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځیو نظارت کېدل

 د لوګر ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ولایت د مقام او استخباراتو رياست د استازو په ملتيا د رجب المرجب د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د يکشنبې په ورځ په یاد ولایت کې له ۱۲ موټر پلورنځیو څخه. . .

BACK TO NEWS