د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له خوا د اداري او اصولي سندونو د اجنبي اصطلاحاتو د ارزونې او بدلون په هکله فرمان
ګڼه: (۲۲)
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۱۹هـ .ق
لومړۍ ماده:
د اداري او اصولي سندونو د اجنبي اصطلاحاتو د ارزونې او بدلون په موخه دې د عدلیې وزارت په مشرۍ، لوړو زده کړو، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، د علومو اکاډمۍ او چارو ادارې عمومي ریاستونو په غړیتوب هیئت را منځته شي.
دوهمه ماده:
ټولې امارتي ادارې مکلفې دي، هغه اجنبي اصطلاحات چې په خپلو اړوندو ادارو او اصولي سندونو کې یې کاروي راټول، مناسب بدیل یې له دلیل سره ذکر کړي او جدول یې د اداري او اصولي سندونو د اجنبي اصطلاحاتو د ارزونې او بدلون هیئت ته وسپاري.
درېیمه ماده:
(۱) یاد هیئت مکلف دی، د امارتي ادارو را استول شوي اجنبي اصطلاحات و څېړي، اسلامي او افغاني اصطلاحاتو ته په کتو سره مناسب بدیل اصطلاحات په مستند ډول غوره کړي او په اړه یې خپل نهایي نظر موږ ته وړاندې کړي.
(۲) هیئت کولای شي، د اجنبي اصطلاحاتو د ارزونې پر مـهال، د ضرورت په وخت کې له اړوندې ادارې څخه د معلوماتو لپاره استازي وغواړي.
څلورمه ماده:
دغه فرمان د صدور له نېټې څخه واجب الاجراء دی او په رسمي جریده کې دې خپور شي.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث
مولوي هبة الله اخندزاده
یادونه: عربي ژبه د نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډه ژبه ده او د هغې کلمې او اصطلاحات اجنبي نه ګڼل کېږي.