د سیاسي ګوندونو د فعالیت او اساسي قانون په اړه د عدلیې وزارت سپیناوئ!

waheed
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۴ - ۱۳:۲۹

تېره ورځ د عدلیې وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو په هکله د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال شیخ مولوي عبدالکریم حیدر یو خبرې غونډې ته په وینا کې د سیاسي ګوندونو په هکله د خبریالانو پوښتنو ته یو لړ څرګندونې وکړئ، چې یو شمیر خلکو په دې هکله نا سم درک ترلاسه کړئ وو.

پر همدې بنسټ د عدلیې وزارت د یادو غبرګونونو په اړه سپیناوئ کوي، چې اوس مهال د افغانستان جغرافیه او هوا د سیاسي ګوندونو فعالیت ته آماده نده، ځکه د سیاسي ګوندونو د فعالیت هدف د هېواد ودانول او د خلکو خدمت دی، او اوس مهال لیدل کېږي چې هېوادوال مو د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو څخه خوښ نه دي او تجربو ته په کتو او د زیاتو هېوادوالو په نظر د ټولو ناخوالو اوبدبختیو سبب په تېر کې همدا سیاسي ګوندونه ثابت شوي دي، نو پر همدې بنسټ اوس وخت د سیاسي ګوندونو فعالیت ته د افغانستان چاپيریال برابر نه دی ، نو کله چې د سیاسي ګوندونو د فعالیت له پاره زمینه برابره او ولس د سیاست سره بلدتیا پېدا کړي، اوسیاسي ګوندونه هم خپل واقعي مسؤلیت درک کړي، نو ممکنه ده چې سیاسي ګوندونو ته هېواد کې د فعالیت اجازه ورکړل شي.

همدا ډول د اساسي قانون په اړه  وایو چې زموږ هدف دا نه وو چې اساسي قانون ته اړتیا نشته بلکې د اساسي قانون شتون یو مبرم ضروت دی، او د چارو د سمون په موخه ورته پوره اړتیا لېدل کیږي. موږ په هغه وخت کې اساسي قانون درلودلو چې هېچا اساسي قانون نه درلود، زموږ د اساسي قانون په عموم کې قرآن کریم، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم حدیثونه، او په ځانګړي ډول حنفي فقه اساسي مأخذونه دي، چې نه یواځې ترې په اسلامي هېوادونو کې د قانون په توګه کار اخېستل کیږي بلکې په کفري  هېوادونو کې هم د چارو د سمون په موخه ترې استفاده کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS