د سرپل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

د سرپل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذیالحجې د میاشتې په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د سرپل ولایت د عدلیې رئیس مفتي کمال الدین فاضل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د سرپل ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو، د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.
د عدلیې رئیس د یاد ریاست له کارکوونکو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د لرې کولو په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.