د دفاع وکالت څلورمې دورې لپاره د ورودي ازموینې د نوم لیکنې بهیر د تمدید په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د دفاع وکالت د جوازلیک ټولو محترمو غوښتونکو ته خبر ورکول کېږي چې، د دفاع وکالت په څلورمې دورې کې د ورودي ازموینې لپاره د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د سلواغې د میاشتې ۲۰ نېټې پورې چې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له ۹ نېټې سره سمون لري، تمدید شوی دی.

دغه راز هغو محترم متقاضیانو ته چې په ولایتونو کې اوسیږي خبر ورکول کېږي چې د نوم لیکنې لپاره مرکز ته له مراجعې څخه مخکې، له خپلو سندونو (د تابعیت تذکره او تحصیلي سندونه) سره د خپلو ولایتونو د عدلیې ریاستونو ته مراجعه وکړي ترڅو د خپل شرایطو له برابروالي څخه ډاډ ترلاسه کړي او په شرایطو د نه‌برابروالي په صورت کې، د هغوی له سرګردانۍ څخه مخنیوی وشي.

محترم غوښتونکي له دې موضوع د ډاد له ترلاسه کولو څخه وروسته کولای شي کابل ته سفر وکړي او نوم لیکنې لپاره اقدام وکړي.

د یادونې وړ ده چې د غوښتونکو نهايي نوملړ او د ازموینې نېټه د نوم لیکنې له بهیر څخه وروسته اعلانیږي.

د دفاع وکالت په ورودي ازموینه کې د نوم لیکنې شرایط دې ازموینې لپاره د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت په مخکنۍ خبرتیا کې مشخص شوي دي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۴۱
Background image

د افغان قابله‌ګانو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د هېواد په کچه ټولو قابله‌ګانو ته خبر ورکوي چې ټاکل شوې ده د افغان قابله‌ګانو د اتحادیې د فعالیت جواز لیک نوی (تجدید) شي.

په دې اساس، هغه محترمې قابله . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۰
Background image

د افغانستان د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 په دې وروستیو کې د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو یو شمېر مسئولینو د عدلیې وزارت د مقام تر سرلیک لاندې د یو رسمي غوښتنلیک په ترڅ کې د افغانستان د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د سنتي طب د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ټولو سنتي طبیبانو ته خبر ورکوي چې ټاکل شوې ده د سنتي طب د اتحادیې د فعالیت جواز لیک نوی (تجدید) شي.

په دې اساس، هغه سنتي طبیبان چې د یادې اتحادیې د ریاست . . .

Back to announcements