د دفاع وکالت د پنځمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

 د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د پنځمې دورې د ورودي ازموینې لپاره د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د زمري (اسد) د میاشتې په ۲۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د صفر المظفر د میاشتې له ۱۹ نېټې سره سمون خوري پيل کیږي او د تلې (میزان) د میاشتې تر ۱۰ نېټې پورې به چې د روان هجري قمري کال د ربیع الثاني ۱۰ نېټې سره سمون خوري، دوام ولري.

د نوم لیکنې پروسه یواځې د عدلیې وزارت په مقر، د مدافع وکیلانو په ریاست کې ترسره کېږي او د نوم لیکنې په مهال د غوښتونکي حضور حتمي دی.

د غوښتونکي صورت او سیرت باید په محمدي صلی الله علیه وسلم سنتو برابر وي که چیرې د غوښتونکي صورت او سیرت په محمدي صلی الله علیه وسلم سنتو برابر نه وی نو د دفاع وکالت په نوم لیکنه کې د ګډون اجازه نه ورکول کیږي.

 

نوم لیکنې لپاره اړین اسناد:

د عدلیې وزارت د محترم مقام په عنوان رسمي عریضه

د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي د تحصیلی اسنادو رنګه کاپي

د تابعیت تذکرې رنګه کاپي

څلور قطعي عکسونه ۴/۳

د ورودي ازموینې فورمه ډکول (۵۰۰افغانۍ)

په شرایطو د برابرو وروستنی فهرست، د کارتونو د وېش او د ازموینې اخېستو نېټه وروسته اعلانیږي.

د دفاع وکالت د ورودي ازموینې سرچینې:

  • عقیدة الطحاوی.
  • مجلة الاحکام العدلیة (د عمومیاتو، دعوا، بینات، تحلیف، قضاء، وکالت او عقود برخې).
  • د عدلي محکمو اداري اصولنامه.
  • د عدلي محکمو حقوقي اصولنامه.
  • د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلاره.
  • د میراث حقوق.
  • د جنایاتو فقه (د حدودو برخه).
  • هدایه (د شفعې برخه).

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۱:۵۹
Background image

د تقنیني ستاژ برنامې د نهمې دورې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د جامعاتو او دیني مدرسو هغو فارغانو ته چې د هغوی سندونه د لېسانس په سویه د اړوندو مراجعو لخوا تایید شوي وي او همدا راز د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو فارغانو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۱:۲۷
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی درې فرمانونه په رسمي جریده کې خپاره شول

 د اسلامي امارت عدلیې وزارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی درې فرمانونه د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د جمادي الآخر میاشتې په ۲۷مه نېټه په ۱۴۸۰ ګڼه رسمي جریده کې خپاره کړل. 

محترم . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۹:۵۷
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت د جواز ټولو غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د دلوې (سلواغې) د میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوشنبې . . .

Back to announcements