د دفاع وکالت د پنځمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې وړاندې له دې یې د دفاع وکالت د پنځمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل شوي خبر ورکول کېږي چې د دفاع وکالت د پنځمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۴‌هـ.ش کال د تلې د میاشتې په ۲۲ نېټه چې د ۱۴۴۷‌هـ.ق کال د ربیع الآخر د میاشتې له ۲۱ نېټې سره سمون خوري د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې اخیستل کېږي.

له همدې امله له محترمو متقاضیانو څخه هیله کېږي ترڅو لاندې ټکي په کلکه مراعات کړي له دې پرته به د شکایت حق ونه‌لري.

۱. د دفاع وکالت په ازموینه کې د ګډون کارت یوازې درې ورځې وړاندې له ازموینې (د تلې په ۱۹مه) د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست د اداري مدیریت له‌خوا ورکول کېږي او د ازموینې په ورځ د شمولیت کارت نه ویشل کېږي.

۲. د ازموینې په ورځ د شمولیت کارت او د تابعیت تذکرې اصل درلودل لازمي دي.

۳. غوښتونکي مکلف دي چې د ازموینې په ورځ، د سهار ۷:۰۰ بجې د عدلیې وزارت په مقر کې حاضر وي.

۴. محترم غوښتونکي دې له هر ډول اقدام څخه مخکې، د دغې خبرتیا لاندې د دفاع وکالت د جوازلیک غوښتونکو په خپاره شوي وروستي فهرست کې د خپل نوم له موجودیت څخه ډاډ ترلاسه کړي تر څو د هغو غوښتونکو له بې‌ځایه سرګردانۍ څخه مخنیوی وشي چې د مؤظفې کمېټې له خوا یې غوښتنلیکونه رد شوي دي.

۵. د ازموینې په ورځ د وزرات دننه د موبایل راوړل منع دي.

د متقاضيانو لست:

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموینې لپاره د نوم‌لیکنې د مودې د تمدید په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د جواز ټولو متقاضیانو ته خبر ورکوي چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو او د لویو لارو د بندېدو له امله، د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۱
Background image

د مدرسة العدالة د درسونو د پیل په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

د دیني علومو د زده کړو ټولو مینه‌والو ته خبر ورکول کېږي چې د عدلیې وزارت اړوند د مدرسة العدالة د دیني درسونو د دورو او درجو لپاره نوم‌ لیکنه پیل شوې او جریان لري.

د عدلیې وزارت مدرسة . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۱:۵۹
Background image

د تقنیني ستاژ برنامې د نهمې دورې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د جامعاتو او دیني مدرسو هغو فارغانو ته چې د هغوی سندونه د لېسانس په سویه د اړوندو مراجعو لخوا تایید شوي وي او همدا راز د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو فارغانو . . .

Back to announcements