د دایکندي ولایت له والي سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۱۱:۲۶
.

د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت له والي سره وکتل او خپل کاري راپور یې نوموړي ته وړاندې کړ.

دغه هیئت خپل کاري راپور له پیل څخه تردې دمه د دایکندي والي ته وړاندې کړ او له نوموړي څخه د همکارۍ او لارښوونې غوښتونکي شول.

یاد هیئت وویل چې د یادې مودې په ترڅ کې د غونډو جوړولو او ولسوالیو ته د سفر سربېره، ولسوالیو کې تخنیکي کمېټې هم د اړوندو سیمه ییزو ادارو د کارکوونکو په ترکیب رامنځ ته کړي دي.

د دایکندي والي د هیئت هلې ځلې وستایلې او له هغو سره يې د همکارۍ ژمنه وکړه. په همدې توګه تخنیکي هیئت ته یو لړ لازمې لارښوونې د کاري چارو ښه والي برخه کې صادر کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS