د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د عدلیې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د وزارت د اړتیا وړ (۱۰۸) قلمه مطبوع او غیر مطبوع قرطاسيې، د تدارک پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د هارډ په بڼه د اړوندې شرطنامې یو نقل د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر۲۱ تقویمي ورځې پورې د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، د آفر پرانیست غونډه د ۱۴۰۳/۳/۲۰نېټه د یکشنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۳۰ بجو، د عدلیې وزارت په دوه یم پوړ، کین لور ته د تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.
د آفر تضمین (۱۵۰۰۰۰) یوسلو پنځوس زره افغانۍ بانکي تضمین یا نغدي پیسې له داوطلب څخه اخیستل کېږي، ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.