د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د عدليې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د دغه وزارت د اړتیا وړ قوانینو ټولګې او فرمانونو ټولګې (لومړي، دوهم، درېیم او نوي) کتاب د بیاځل چاپ د تدارک پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د شرطنامې نقل د (۵۰۰) افغانیو په بدل کې د اعلان د خپریدو له نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د عدلیې وزرت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي. د یادې پروژې د آفر پرانیست غونډه د ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ نېټه د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د عدليې وزارت په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.
له داوطلب څخه د آفر تضمین څلورسوه او شپیته زره (۴۶۰۰۰۰) افغانۍ د بانکي تضمین په توګه اخیستل کېږي. ناوخته رارسیدلې او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
