د دارالترجمو ژباړونکو د ازموینې لپاره د نوم لیکنې د پيل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د قانون جوړونې په عمومي ریاست پورې اړوند د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست له موخو څخه یوه، د رسمي سندونو ژباړونکو ته د جواز صادرول دي؛ پر دې اساس یاد ریاست په پام کې لري ترڅو د هغو اشخاصو لپاره چې د کورنیو او بهرنیو ژبو د ژباړې استعداد لري او غواړي د هېواد له رسمي دارالترجمو څخه په یوې کې فعالیت ترسره کړي، د ژباړې رسمي جواز ورکړي.

په ازموینه کې لاندې اشخاص ګډون کولی شي:

۱- هغه اشخاص چې په اړونده ژبه کې د لېسانس په کچه تاييد شوي تحصیلي سندونه ولري.

۲- هغه اشخاص چې زده‌کړې يې بشپړې کړې وي او تراوسه یې ډیپلوم نه‌وي ترلاسه کړی، کولای شي د لوړو زده‌کړو وزارت له تایید وروسته د فراغت د رسمي تصدیق په وړاندې کولو سره په ازموینه کې ګډون وکړي.

۳- هغه اشخاص چې لېسانس زده‌کړې یې دوام ولري یا له دولسم ټولګي فارغ وي، د ژباړې په برخه کې د درې کلنې عملي کاري تجربې تصدیق په لرلو سره، کولای شي په ازموینه کې ګډون وکړي.

د منلو شرطونه

۱- د نبوي( صلی الله علیه وسلم) له سیرت سره د غوښتونکي د صورت او سیرت مطابقت.

۲- په ازموینه کې د ګډون د غوښتنلیک د فورمې بشپړول.

۳- د تابعیت د تذکرې رنګه کاپي.

۴- د لوړو زده‌کړو وزارت له‌خوا د تأیید شوي ډیپلوم او د نمرو د ټرانسکرېپټ(کشف الدرجات) رنګه کاپي.

۵- د بهرنیو ژبو د زده‌کړې له مرکزونو څخه په اړونده ژبه کې لږترلږه د یو کال زده کړې د تصدیق‌لیک رنګه کاپي.

۶- لږترلږه یو کال کاري تجربه.

۷- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ثبت شویو دارالترجمو څخه د یوې موافقه.

۸- درې قطعې (۴×۳) عکسونه.

په دې وسیله ټولو مینه‌والو ته خبر ورکول کېږي چې د ژباړې د رسمي جواز د صدور د ازموینې لپاره نوم لیکنه، د سلواغي د میاشتې له ۱ نېټې څخه پیل او د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د کب د میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې دوام لري.

محترم غوښتونکي کولای شي، د نوم‌لیکنې فورمه د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست اړوند د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق له ریاست څخه ترلاسه او تر ډکولو وروسته دې په حضوري ډول یاد ریاست ته وسپاري.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۰:۱۵
Background image

بې‌وزلو اشخاصو لپاره د وړیا حقوقي مرستو او مشورو وړاندې کولو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په عدليي او قضائي ارګانونو کې د ټولنې بې‌وزله وګړو لپاره په جزائي قضیو او همدارنګه د ښځو او ماشومانو په کورنیو قضیو کې وړیا مدافع وکیل تعیینوي، ترڅو له . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۴:۴۵
Background image

د دفاع وکالت د څلورمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې وړاندې له دې یې د دفاع وکالت د څلورمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستۍ فهرست کې شامل شوي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۰:۲۲
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۶ دورې د پاېلو خبرتیا

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۶ دوره د سلواغې د میاشتې په ۱۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دغې دورې کې۱۲ تنه مدافع . . .

Back to announcements