د دارالترجمو ژباړونکو د ازموینې لپاره د نوم لیکنې د پيل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د قانون جوړونې په عمومي ریاست پورې اړوند د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست له موخو څخه یوه، د رسمي سندونو ژباړونکو ته د جواز صادرول دي؛ پر دې اساس یاد ریاست په پام کې لري ترڅو د هغو اشخاصو لپاره چې د کورنیو او بهرنیو ژبو د ژباړې استعداد لري او غواړي د هېواد له رسمي دارالترجمو څخه په یوې کې فعالیت ترسره کړي، د ژباړې رسمي جواز ورکړي.

په ازموینه کې لاندې اشخاص ګډون کولی شي:

۱- هغه اشخاص چې تحصیلي سندونه یې د لېسانس په سویه د اړوندو مراجعو له‌خوا تأیید او په اړونده ژبه کې خپلې زده‌کړې یې بشپړې کړې او پر هغې واکمن وي.

۲- هغه اشخاص چې په ازموینه کې د ګډون د غوښتنلیک د وړاندې کولو په وخت کې، د خپل فراغت ډیپلوم ترلاسه کړی نه‌وي، د لوړو زده‌کړو وزارت په تأیید سره د لوړو زده‌کړو له نهاد څخه د فراغت د رسمي تصدیق له وړاندې کولو سره کولی شي په ازموینه کې ګډون وکړي.

۳- هغه اشخاص چې د زده‌کړې په بهیر کې وي یا له دولسم ټولګي څخه فارغ وي، د بهرنیو ژبو د زده‌کړې له مرکزونو څخه د اړوندې ژبې لږترلږه د یو کال زده‌کړې او د اړوندې ژبې د ژباړې په برخه کې د درېو کلونو عملي کاري تجربې د تصدیق‌لیک په وړاندې کولو سره کولای شي ګډون وکړي.

د منلو شرطونه

۱- د نبوي( صلی الله علیه وسلم) له سیرت سره د غوښتونکي د صورت او سیرت مطابقت.

۲- په ازموینه کې د ګډون د غوښتنلیک د فورمې بشپړول.

۳- د تابعیت د تذکرې رنګه کاپي.

۴- د لوړو زده‌کړو وزارت له‌خوا د تأیید شوي ډیپلوم او د نمرو د ټرانسکرېپټ(کشف الدرجات) رنګه کاپي.

۵- د بهرنیو ژبو د زده‌کړې له مرکزونو څخه په اړونده ژبه کې لږترلږه د یو کال زده کړې د تصدیق‌لیک رنګه کاپي.

۶- لږترلږه یو کال کاري تجربه.

۷- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ثبت شویو دارالترجمو څخه د یوې موافقه.

۸- درې قطعې (۴×۳) عکسونه.

په دې وسیله ټولو مینه‌والو ته خبر ورکول کېږي چې د ژباړې د رسمي جواز د صدور د ازموینې لپاره نوم لیکنه، د تلې د میاشتې له ۲۱ نېټې څخه پیل او د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د لړم د میاشتې تر ۲۰ شلمې نېټې پورې دوام لري.

محترم غوښتونکي کولی شي، د نوم لیکنې فورمه د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق له ریاست څخه ترلاسه کړي او د هغې له ډکولو څخه وروسته له تحصیلي سندونو، د نظر وړ ژبې د زده‌کړې او د کاري تجربې له تصدیق‌لیک سره یوځای دې ضمیمه کړي او په حضوري ډول یاد ریاست ته دې وسپاري.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۵ دورې د پاېلو خبرتیا

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۵ دوره د تلې د میاشتې په ۲۱ نېټه د شنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دغې دورې کې۱۰ تنه مدافع وکیلان . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۵۱
Background image

د دارالترجمو ژباړونکو د ازموینې لپاره د نوم لیکنې د پيل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د قانون جوړونې په عمومي ریاست پورې اړوند د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست له موخو څخه یوه، د رسمي سندونو ژباړونکو ته د جواز . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۴۰
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۵ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي، د مدافع وکیلانو ریاست د ربیع الثاني د میاشتې په  ۹ مه نېټه چې د تلې د میاشتې له ۲۱ نېټې سره سمون خوري د شنبې په ورځ، د ۹ تنو نورو مد . . .

Back to announcements