د دارالترجمو ژباړونکو ته د جواز لیک د وېش په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا!

hayat_admin
.

د مرکز او ولایتونو د دارالترجمو ټولو مسوولینو ته خبر ورکول کېږي، چې د اصولي سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق د چارو په اصولو او اړونده کړنلاره کې له درج شویو حکمونو سره سم مکلف دي د اطلاعاتو او فرهنګ له محترم وزارت څخه د دارالترجمې جوازلیک د لرلو په ترڅ کې د خپلې اړوندې دارالترجمې د رسمي سندونو ژباړونکي له ملي ژبو څخه یوې بین المللي ژبې ته او برعکس یې د عدلیې وزارت د اصولي سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست ته ور وپېژني.

دغه راز د مرکز او ولایتونو د دارالترجمو هغو ژباړونکو ته چې د ژباړې د رسمي اجازه لیک لرونکي دي او رسمي میعاد یې پای ته رسېدلی دی خبر ورکول کېږي چې ډېر ژر د خپل اجازه لیک د تمدید لپاره د عدلیې وزارت د اصولي سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست ته مراجعه وکړي؛ له دې پرته به له سرغړونکو سره شرعي او اصولي چلند وشي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

Back to announcements