د خیریه بنسټونو له یو شمېر مسوولینو سره د عدليې وزارت د انسجام د لوی رییس کتنه
د عدلیې وزارت د انسجام لوی رییس مولوي احسان الله وثیق د جمادي الاول میاشت په ۱۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د خیریه بنسټونو له یو شمېر مسوولینو سره ددغه وزارت په مقر کې وکتل.
په دغې کتنه کې، ددغه ریاست د ټولنود چارو رییس مولوي محمد یاسین حقاني هم حضور درلود. د عدلیې وزارت د انسجام لوی رییس د خپلو خبرو په لړ کې وویل چې د افغانستان خلکو څلور لسیزې جګړه او بې وزلي تېره کړې او د ژمې په دغه ساړه موسم کې زیاتو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري. نوموړي د خیریه بنسټ له مسوولینو څخه وغوښتل چې د شریعت له اصولو سره سم د افغانستان له خلکو سره مرسته او همکاري وکړي.
دغه راز د انسجام لوی رییس له هغوی څخه وغوښتل چې له سرمایه دارو، سوداګرو او د هېواد له نورو خیرو خلکو څخه پیسې ټولې کړي او خلکو ته یې وویشي. نوموړي هغوی ته سپارښتنه وکړه چې خلکو ته د مرستو په ویش کې له خیانت او فریب څخه ډډه وکړي او د الله تعالی د رضا له پاره صادقانه خدمت وکړي.
په دغې کتنه کې د انسجام لوی رییس د خیریه بنسټونو د مسوولینو ستونزې واورېدې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.
د ټولنو د چارو رییس هم د خیریه بنسټونو مسوولینو ته د خیریه بنسټونو د اصولو او کړنلارې په اړه معلومات ورکړل.
د خیریه بنسټونو مسوولینو د انسجام له لوی رییس او ددغه وزارت د ټولنو د چارو له رییس سره په کتنه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان بې وزله خلکو ته به له اصولو او شریعت سره سم خدمتونه وړاندې کړي.