د خیریه بنسټونو له یو شمېر مسوولینو سره د عدليې وزارت د انسجام د لوی رییس کتنه

hayat_admin
Wed, Dec 14 2022 3:07 PM
.

د عدلیې وزارت د انسجام لوی رییس مولوي احسان الله وثیق د جمادي الاول میاشت په ۱۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د خیریه بنسټونو له یو شمېر مسوولینو سره ددغه وزارت په مقر کې وکتل.

په دغې کتنه کې، ددغه ریاست د ټولنود چارو رییس مولوي محمد یاسین حقاني هم حضور درلود. د عدلیې وزارت د انسجام لوی رییس د خپلو خبرو په لړ کې وویل چې د افغانستان خلکو څلور لسیزې جګړه او بې وزلي تېره کړې او د ژمې په دغه ساړه موسم کې زیاتو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري. نوموړي د خیریه بنسټ له مسوولینو څخه وغوښتل چې د شریعت له اصولو سره سم د افغانستان له خلکو سره مرسته او همکاري وکړي.

دغه راز د انسجام لوی رییس له هغوی څخه وغوښتل چې له سرمایه دارو، سوداګرو او د هېواد له نورو خیرو خلکو څخه پیسې ټولې کړي او خلکو ته یې وویشي. نوموړي هغوی ته سپارښتنه وکړه چې خلکو ته د مرستو په ویش کې له خیانت او فریب څخه ډډه وکړي او د الله تعالی د رضا له پاره صادقانه خدمت وکړي.

.

په دغې کتنه کې د انسجام لوی رییس د خیریه بنسټونو د مسوولینو ستونزې واورېدې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

د ټولنو د چارو رییس هم د خیریه بنسټونو مسوولینو ته د خیریه بنسټونو د اصولو او کړنلارې په اړه معلومات ورکړل.

د خیریه بنسټونو مسوولینو د انسجام له لوی رییس او ددغه وزارت د ټولنو د چارو له رییس سره په کتنه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان بې وزله خلکو ته به له اصولو او شریعت سره  سم خدمتونه وړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS