د خوست ولایت له ځینو ساحو څخه د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت لیدنه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۳:۲۲
.

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱ نېټه د دوشنبي په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

یاد هیئت په دوو ګروپونو وویشل شو او لومړي ګروپ له یو شمېر اشخاصو او افرادو سره د هغوی اړوندو موضوعاتو په تړاو د کرنې په ریاست کې خبرې وکړې او یو شمېر دوسیې هم ترتیب کړې.

د دغه هیئت دوه یم ګروپ د یاد ولایت د اسماعیل خیل ولسوالۍ للمي ساحې ته ولاړ او د یادې ساحې په ۸ موقعیتونو کې پر امارتي ځمکو له جوړو شويو کلاګانو او کورونو څخه لیدنه وکړه. یاد تاسیسات اوس د طبیعي طوفان له کبله ویجاړ شوي او هيئت په ساحه کې نوي تصرفات په مطلق ډول منع کړل

په دغې ولسوالۍ کې د یو بل شخص ځمکه هم ولیدل شوه او بررسي شوه چې دغې برخه کې به لازم تصمیم ونیول شي.

تخنیکي هیئت له ساحو څخه له راستنیدلو وروسته هم له یو شمېر افرادو او اشخاصو سره وکتل او د هغوی د موضوعاتو په اړه له هغوی سره خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS