د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالحجې د میاشتې په ۲۰ نېټه د شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې د باک ولسوالۍ د کوچیانو او بابکرخیلو قوم دوسیې، د یو شخص د دوسیې او یو لړ نورو موضوعاتو او هیئت ته له بېلابېلو ادارو څخه د بررسۍ په منظور د استول شویو دوسیو په اړه بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
د یاد هیئت یو ګروپ له غونډې څخه وروسته د اسماعیل خیل مندوزي ولسوالۍ ته ولاړ او د یادې ولسوالۍ په زیړۍ ترخې ساحه کې د ۳۲ جریبه ځمکې سکیچ، کروکي، حدود او مساحت واخیستل.
د دغه هیئت یو بل ګروپ د کرنې په ریاست کې له یو شمېر اشخاصو سره وکتل او یو شمېر دوسيې هم بررسي کړې.
