د خوست ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل او دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه لیدنه
د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشت په ۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په کې بحث وشو او له یو شمېر مراجعینو سره هم کتنه وشوه.
یاد شوي هیئت د معاملاتو د لارښوونې له یو مسؤل سره چې امارتي ځمکې یې پر یو بل شخص پلورلې وې او دغه راز د صنعتي پارک د موضوع له اړوندو اشخاصو سره کتنه او خبرې وشوې او دغې برخه کې یې لازم تصمیمونه ونیول.
دغه هیئت په دوو ګروپونو وویشل شو او یو ګروپ د مندوزیو او اسماعیل خیلو ولسوالیو ته ولاړ او د امارتي ځمکو په لیدنې سره یې، دغو ساحو کې تصرفات منع کړل.
د یاد هیئت بل ګروپ موجودې دوسیې بررسي کړي. یاد شوي هیئت له یو شمېر مراجعینو سره هم وکتل او د اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.