د خوست ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل او دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه لیدنه

hayat_admin
Wed, May 24 2023 10:37 AM
.

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشت په ۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په کې بحث وشو او له یو شمېر مراجعینو سره هم کتنه وشوه.

یاد شوي هیئت د معاملاتو د لارښوونې له یو مسؤل سره چې امارتي ځمکې یې پر یو بل شخص پلورلې وې او دغه راز د صنعتي پارک د موضوع له  اړوندو اشخاصو سره کتنه او خبرې وشوې او دغې برخه کې یې لازم تصمیمونه ونیول.

دغه هیئت په دوو ګروپونو وویشل شو او یو ګروپ د مندوزیو او اسماعیل خیلو ولسوالیو ته ولاړ او د امارتي ځمکو په لیدنې سره یې، دغو ساحو کې تصرفات منع کړل.

د یاد هیئت بل ګروپ موجودې دوسیې بررسي کړي. یاد شوي هیئت له یو شمېر مراجعینو سره هم وکتل او د اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS