د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د عدليې وزارت، او نورو امارتي ادارو او رسنیو ستاینه وکړه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۱۴:۱۲
..

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د صفرالمظفر میاشتې په ۲۸ نېټه د شنبې په ورځ د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې د امارتي ادارو او رسنیو د ستایلو په منظور جوړ کړې وو، د عدليې وزارت ستاینه وکړه.

په دغو مراسمو کې چې ملت ته د حساب ورکوونې له پاره د رسنیو او امارتي ادارو د هر اړخېزې همکارۍ او د فعالې ونډې په پار جوړ شوي وو، د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو، د مشرتابه هیئت او د مطبوعاتي ادارو مسوولانو او د خصوصي او دولتي رسنیو استازو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د عدليې وزارت په استازیتوب د عدليې وزارت مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر او د دغه وزارت ویاند مولوي عبدالحمید جهادیار هم ګډون کړی وو او د عدلیې وزارت ستاینلیک یې ترلاسه کړ.

په دغو مراسمو کې ۴۳ وزارتونو او خپلواکه ادارو او یو شمېر رسنیو او خبریالانو ته هم ستاینلیکونه وویشل شول.

.

په یادو مراسمو کې، ډاکټر ملا عبدالواسع صابر د رییس الوزراء پیغام ولوست او وروسته؛ الحاج ملا عبدالغني برادر د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې. ملا برادر د هېواد په کچه د شرعي نظام حاکمیت، د داخلي عوایدو څخه د ملي بودجې تأمینول، د افغانيو اسعارو ثبات، پر خپل وخت د معاشونو ورکول، د کاري بهیر چټکتیا، د کار زمینه چمتو کول، تحصیلي او ښوونیزو برخو کې پرمختګ، د نوو پروژو پېل، د داخلي او بهرنیو متشبثینو له پاره د پانګونې زمینه برابرول او د سوالګرو راټولول د اسلامي امارت له لاسته راړونو څخه یاد کړل.

په دیادو مراسمو کې، مولوي عبدالسلام حنفي هم د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو رڼا واچوله او د افغانستان ګاونډیانو او ټولو هېوادونو ته یې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت غواړي د متقابل احترام په اساس له ټولې نړۍ سره اړیکې وساتي.

همدا راز نوموړي وویل چې اسلامي امارت د اسلامي امارت د اصولو پر اساس د بیان او رسنیو آزادۍ ته  ژمن دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS