د حقوقي مساعدتونو د ریاست اوونیزه ناسته جوړه شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۵:۳۹
.

د عدليې وزارت د حقوقي مساعدتونو د ریاست اوونیزه ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رجب المرجب میاشت په ۶ نېټه د شنبې په ورځ د حقوقي مساعدتونو د رییس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په مشرۍ ددغه ریاست په مقر کې جوړه شوه.

دغه ناسته چې د کاري چارو د چټکتیا او ددغه ریاست د کارکوونکو د د ننګونو او د ستونزو د حل په منظور جوړه شوې وه، د کلام الله مجید د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

دغې ناسته کې، د حقوقي مساعدتونو رییس ددغې ناستې آجنډا چې د حقوقي مساعدتونو د مقررې بیاکتل، د ریاست د کاري کړنلارې جوړول او اداري مدیریت کې موجوده ستونزې پکښې شاملې وې، بیان کړې او د موجودو ستونزو د هوارولو په تړاو يې لازمې لارښوونې وکړې او دغې برخه کې لازم تصمیمونه هم ونیول شول.

دغې ناسته کې، د حقوقي مساعدتونو د مقررې د بیا کتنې په منظور ددغه ریاست له کارکوونکو څخه یو شپږ کسیزه کمېټه توظیف شوه ترڅو د یادې مقررې پر بیا کتنې کار وکړي. دغه راز د یاد ریاست په اداري مدیریت کې د موجودو ستونزو په اړه، پریکړه وشوه چې د نوي اداري مدیر تر معرفي پورې ددغه ریاست دوه تنه کارکوونکي د یاد مدیریت کاري چاري ترسره کړي.

یاده ناسته کې، د حقوقي مساعدتونو رییس لارښوونه وکړه چې د حقوقي مساعدینو له کاري چارو څخه په دوامداره توګه نظارت وشي. نوموړي زیاته کړه هرکله چې ددغه ریاست کارکوونکي خپل کاري برخو کې له ستونزو سره مخ شي، هغه دې له نوموړي سره شریک کړي ترڅو موضوع د وزارت مقام ته وړاندیز شي او دغې برخه کې لازمې لارښوونې واخیستل شي.

د حقوقي مساعدتونو رییس ددغه ریاست کارکوونکو سره ژمنه وکړه چې د ترانسپورټي ستونزو په حل کولو، د اداري مدیر او یو تن اجیر د استخدام او ددغه ریاست د مسلکي کارکوونکو د بستونو د ارتقا په اړه له اړوندو مسوولینو سره خبرې کوي او دغه ستونزه به حل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS