د جایدادونو د کرايو د زیاتوالي او ناوړو گټه اخیستنې شکایتونو ته رسېدګې کېږي

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۴:۳۴
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت په وروستیو ورځو کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو د زیاتو پیسو اخیستلو او د جایدادونو د مالکانو لخوا د کورونو د کرایې لوړولو شکایتونه ترلاسه کړي چې هېواد ته د کډوالو د راستنېدو له بهیر څخه ناوړه ګټه اخیستنه څرګندوي.

همداراز داسې شکایتونه ترلاسه شوي چې د جایدادونو مالکین پر خپلو اوسنیو کرايه‌ نیونکو په بې‌ساري ډول د کورونو کرايې لوړې کړي چې دا کار هم له اوسني وضعیت او د خلکو له مجبوریتونو څخه ناوړه ګټه اخیستل دي.

د همدغو مواردو له امله، د عدليې وزارت د معاملاتو لارښوونو ټولو دفترونو او د جایدادونو مالکینو ته خبر ورکوي چې د موجودو شرایطو په پام کې نیولو سره، له هغو راستانه شویو کډوالو چې ډېری یې سرپناه او لومړني امکانات نه‌لري، هر اړخیزه همکاري وکړي او په لوړه بیه د کورونو په کرایې ورکولو او د اصولو خلاف له کمېشن اخیستلو څخه ډډه وکړي.

په هغه صورت کې چې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو مسؤولین، جایدادونه د پخوانیو ثبت شويو بیو څخه په لوړه بیه هېوادوالو ته په کرايه ورکړي یا هم د اصولو خلاف حق العمل (کمېشن) واخلي، د عدليې وزارت هغوی تر قانوني تعقیب لاندې نیسې.

همداراز په هغه صورت کې چې د جایدادونو مالکین پر خپلو اوسنیو کرايه‌ نیونکو د کور کرايه زیاته کړي، کرايه‌ نیونکي کولای شي د اسلامي امارت عدليې وزارت ته شکایت وکړي ترڅو دغه وزارت د امنیتي ادارو په همکارۍ د یادو جایدادونو مالکین تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي.